معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند وایي، د چابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ آسیا سره نښلوي

هند وایي، د چابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ آسیا سره نښلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، ډيلي هڅه کوي د چابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ آسیا سره ونښلوي او سوداګریزې راکړې – ورکړې پراخې کړي.

په دې وروستیو کې هند او ایران د چابهار بندر د فعالیت لس کلن تړون لاسلیک کړ.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې پرون د نرېندرا مودي له قوله لیکلي، هند د چابهار بندر له لارې نه یوازې د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ او سوداګرۍ ته وده ورکولو ته ژمن دی، بلکې د شمال – جنوب د نړیوال ټرانسپورت دهلېز له لارې د منځني ختیځ – اروپا اقتصادي دهلېز ته هم ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ ډیلي او تهران یو لس کلن دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې هند کولای شي، خپل سوداګریز توکي افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادر کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس