معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / هند کې د افغانستان په اړه د اسیايي هېوادونو غونډه کېږي

هند کې د افغانستان په اړه د اسیايي هېوادونو غونډه کېږي

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۸مه) د هند په کوربه توب اسیايي هېوادونه په یوې غونډه کې پر افغانستان خبرې کوي.
د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هم مهاله په نوي ډهلي کې د هند او پنځوو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه کېږي.
په دې غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د بحث مهمه موضوع به په افغانستان کې پر روان وضعیت ورټوله وي.
هندي رسنیو ویلي چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشري مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادي همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس