کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۷):
د هند د ځمکپوهنې وزارت وايي، دغه هېواد کې له اقليمي بدلون سره د تړلو پېښو له کبله د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې شوې دي.
د دغه وزارت چارواکو هند پارلمان ته په وړاندې کړي راپور کې ويلي، چې روان کال په مختلفو ايالتونو کې د تالندې يا تندر له کبله ۹۰۷ وګړي وژل شوي دي. په راپور کې ويل شوي چې د اقليمي بدلونونو له کبله په هند کې د تالندې يا تندر پرېوتو پېښې ۱۱۱ برابره ډېرې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/