معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند کې د لومړي وزیر په اړه د بي بي سي پر جوړ شوي مستند فلم بندیز لګېدلی

هند کې د لومړي وزیر په اړه د بي بي سي پر جوړ شوي مستند فلم بندیز لګېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
د هندي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد چارواکو د بي بي سي لخوا د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په اړه پر هغه مستند فلم د لیدو او خپرېدو بندیز لګېدلی، چې د نوموړي په اړه ۲۰۰۲ کال ګجرات کې د مسلمانانو د قتل عام او په دغه قتل عام کې د مودي د رول په مورد جوړ شوی دی.
هندي رسنیو دا خبر هم ورکړی، چې د ډیلي پولیسو یو شمېر هغه زده کونکي چې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په اړه د بي بي سي دغه مستند فلم لیدو ته راټول شوي وو، نیولي دي.
هندي چارواکو ویلي، د دغه فیلم لیدونکي او خپروونکي به مجازات کړي.
په ۲۰۰۲کال کې د هند په ګجرات سیمه کې د هندو مذهبي تندروانو لخوا شاوخوا ۲۵۰۰ مسلمانان ووژل شول، چې وروسته بیا یو شمېر برید کوونکو اعتراف وکړ چې دغه برید د نرېندرا مودي په رضایت او خوښې ترسره شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس