معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند کې د ځمکې ښوېدنې له امله د سلو نه ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي

هند کې د ځمکې ښوېدنې له امله د سلو نه ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د هندي رسنیو د خبر له مخې د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښوېدنې په پایله له سلو ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې لږ تر لږه د څلورو کسانو جسدونه له خاورو تر اوسه ویستل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس بیا راپور ورکړی، چې دا پېښه د سختو او پرلپسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.
هندي رسنیو ویلي، چې د ژغورنې ډلو د لادرکه شویو کسانو لټون پیل کړی دی.
د هند بېلابېل ښارونه له څو ورځو راهیسې د سختو بارانونو شاهد دي، چې له امله یې لارې بندې دي او تعلیمي مرکزونه هم تړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس