کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې په خپله تازه اعلامیه کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او واورو اورېدو احتمال شته.
د دغې وړاندوینې له مخې په غور، هلمند، کندهار، زابل، اورزګان، دایکندي، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل او سالنګونو کې د بارانونو او واورو اټکل شوی دی.
د مسوولینو په وینا د باران اندازه به د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ او د واورې اندازه به د ۱۰ او ۴۰ سانتي مترو په شاوخوا کې وي.
اعلامیه زیاتوي چې په مرکزي سیمو او سالنګونو کې به قوي بادونه وچلیږي، چې ښايي د مسافرو لپاره ستونزې جوړې کړي.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د نړۍ د هغو لسو ډېرو زیان منونکو هېوادونو څخه شمېرل کیږي، چې هر کال د موسمي پېښو له امله درانه زیانونه ګالي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/