کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په لسو ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د خبر پر بنسټ د هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، پکتیا، پکتیکا، لوګر، او خوست ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
تر دې وړاندې هم د دغو ولایتونو په یو شمېر سیمو کې د شدیدو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی و.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/