کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست حکومت هېواد ته د مالګې پر وارداتو بشپړ بندیز ولګاوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د کانونو له قراردادیانو او د کارخونو له څښتنانو غوښتي چې له دې سره د مالګې د استخراج او پروسېس کېفیت هم لوړ کړي.
د دغه وزارت مسؤولینو په دې اړه چې ولې د مالګې پر وارداتو بشپړ بندیز لګول شوی ویلي، افغانستان د مالګې پرېمانه زېرمې لري او له همدې امله حکومت پرېکړه کړې، چې په هېواد کې دننه د مالګې پروسېس لپاره کار وشي.
نوموړی وايي، له ګڼ شمېر قراردادیانو سره هوکړې شوې او قراردادیان مکلف شوي، چې په هېواد کې دننه د مالګې معیاري کارخونې جوړې کړي، څو افغانان له خپلې مالګې ګټه پورته کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/