کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په کچه ۷۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو وېشلي دي.
د دغه وزارت د ویاند په خبره د اصلاح شویو تخمونو د وېش تر څنګ یې کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.
بل لور یو شمېر کروندګر د کرنې وزارت لخوا د اصلاح شویو تخمونو وېش د خپلو کرنیزو محصولاتو د ودې په برخه کې ګټور بولي او وايي، چې دا به د کرنې د سکټور په پياوړتیا کې زیاته مرسته وکړي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/