کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي شبکو د انټرنیټي او غږیزو کڅوړو نوې بیې اعلان کړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وایي، د بیو په نوي ټاکل شوي سقف کې د هرې شبکې دننه د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه، ۱.۳۰ افغانۍ ده، چې د بیو د مخکیني سقف په پرتله ۳۰ سلنه ټیټوالی په کې راغلی.
دغه راز له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د بیو د تېر سقف په پرتله ۳۶ سلنه ټیټوالی په.کې راغی.
د مسوولینو په وینا،.د یو جي بي میاشتنۍ انټرنیټي کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر په پرتله پکې ۱۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/