معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د اوبو د کنټرول لپاره په ۱۳۷ پروژو چارې پيل شوې

هېواد کې د اوبو د کنټرول لپاره په ۱۳۷ پروژو چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او برېښنا وزارت وايي، هېواد کې د روانو اوبو د کنټرول لپاره د بندونو ۴۱۱ پروژې چې د پنځه کلونو لپاره پلان شوي، له ډلې یې د ۱۳۷ پروژو چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، د دغه وزارت چارواکو ويلي، چې په دغو پروژو کې د شاه توت بند، للندر، د سروبي بند دوهم فاز، باغدره او شاوعروس بند بشپړېدل شامل دي، چې د کابل ولایت د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي.
بلخوا د دغه وزارت ویاند ويلي، چې د شاوعر وس بند د پروژې ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی او پاتې چارې به یې تر راتلونکي کاله پورې بشپړې شي.
د کارپوهانو په اند هېواد کې د اوبو د چارو تنظیم د هېواد د کرنې او انرژۍ د سکټورونو له ودې سره مرسته کولی شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس