معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د برېښنا رسولو د نیمګړو پروژو چارې پیل شوي

هېواد کې د برېښنا رسولو د نیمګړو پروژو چارې پیل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې د برېښنا رسولو هغو پروژو باندې بېرته کار پیل شوی، چې په تېر حکومت کې د یو شمېر ډونرانو له لوري نیمګړې پاتې وې.

د برېښنا شرکت ویاند ويلي، چې د برېښنا انرژۍ د تولید لپاره له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه پنځه کلنه طرحه چمتو کړې ده.

د دغې طرحې له مخې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د اوبو، باد او لمر له انرژۍ څخه ګټه اخیستل شاملیږي.

له دې سره یو شمېر کارپوهان وايي، له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې سربېره باید له ترکمنستان هېواد څخه د ۵ سوه کیلو ولټه لېن د لېږد کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژې کارونه پيل شي، څو افغانستان وکړای شي، د انرژۍ تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس