معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د تېرې میاشتې په پرتله د کانګو ناروغي ۳۸ سلنه زیاته شوې

هېواد کې د تېرې میاشتې په پرتله د کانګو ناروغي ۳۸ سلنه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې د روان زېږدیز کال په وروستیو دوو میاشتو کې د لومړۍ میاشتې په پرتله د کانګو ناروغي ۳۸ سلنه زیاته شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، د روان زېږدیز کال د پنځو میاشتو پرمهال ټول هېواد کې څه باندې ۲۰۰ تنه پر کانګو اخته شوي او ۶ تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د کابل  د انتاني روغتون یو شمېر ډاکټرانو هم ویلي، چې په روانه میاشت کې د کانګو ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

دوی زیاتوي چې د پنځلسو کسانو له ډلې چې د کانګو ناروغۍ د معاینې لپاره دغه روغتون ته ورغلي، د اتو تنو د معایناتو پایله مثبته وه.

تېر کال هېواد کې د کانګو ناروغۍ د سل تنو افغانانو ژوند اخیستی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس