معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي

هېواد کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دې وروستیو کې مرکز کابل او ولایاتو کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي دي.
د خبر پر بنسټ، اوس مهال د یو لېټر تېلو بیه اتیا او د يو کیلو ګازو بیه شپېته افغانۍ ده، چې تر دې وړاندې د یو لېټر تېلو بیه شاوخوا شپېته افغانۍ او د یو کیلو ګازو بیه ۵۵ افغانۍ وه.
ولسي وګړي د تېلو او ګازو دغو ورځ تر بلې ډېرېدونکو نرخونو اندېښمن کړي دي.
د تېلو او ګازو نرخونه وروسته تر هغې مرکز کابل او یو شمېر ولایاتو کې پورته شوي، چې چارواکو د سالنګ لویه لار د رغونې لپاره د ټرانزیټ او تګ – راتګ پر مخ تړل شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس