کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د دې وزارت د احصايې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې د شاوخوا ۴۳ زره مټریک ټنه د سټروسو مېوې راټولې شوې دي.
د خبر پر بنسټ یاد وزارت زیاته کړې، دغه مېوې په ۲ زره ۱۲۳ هکتاره ځمکه باندې کرل شویو بڼو څخه راټولې شوې دي.
د سټروس مېوې چې کینو، مالټې، نارنج او لېمو په کې شاملې دي، تر ډېره په لغمان، کونړ او ننګرهار ولايتونو کې کرل کیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/