معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې د قومونو ترمنځ د شخړو کچه راټيټه شوې

هېواد کې د قومونو ترمنځ د شخړو کچه راټيټه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړونو تشریح پروګرام کې ویلي، چې تېر یو کال کې د ۳۰۴ غونډو او ۵۲۵ ناستو په جوړولو سره د قومونو او خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ په بشپړ ډول حل شوي دي.

د یاد وزارت د مسوولینو په خبره، تېر یوه کال کې یې ۷۰۰ سیمه ییزې ستونزې په ګوته او اړوند مراجعو سره شریکې کړي، چې په ترڅ کې یې د حکومت له لوري ۴۰۰ پروژې ورته منظورې شوې دي.

بل لور یاد وزارت زیاته کړې، د هېواد له سرحدونو ساتنه د دې وزارت له لومړیتونو څخه دی او په تېر یوه کال کې یې دې برخه کې جدي هڅې هم کړې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس