کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون په یوه ګډ خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د ماشومانو او امېندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.
سره صلیب او یاد نړیوال فدراسیون اندېښنه ښودلې، چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۳ میلیونه ۲ لکه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۸ لکه ۴۰زره امېندواره او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د راپور له مخې، د دې ماشومانو او مېندو تر ټولو لوړه کچه د افغانستان په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې ده.
د افغاني سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون هم ویلي، چې په دې برخه کې روغتیایي مرکزونو ته د مرستو لپاره د عاجلو اقداماتو په هڅه کې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/