کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې رییس د ماین پاکۍ له کورنیو او نړیوالو موسسو له مسوولینو سره په کتنه کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو پر چټکتیا ټینګار کړی.
نوموړي ویلي، چې اوسنی امنیتي وضعیت د ماین پاکۍ لپاره مناسب دی او اړینه ده چې دا بهیر په ګړندۍ توګه پر مخ ولاړ شي.
په ورته وخت کې د ماین پاکۍ موسسو مسوولینو د خپلو چارو د چټکتیا ډاډ ورکړی او یو شمېر غوښتنې یې له نوموړي سره شریکې کړې دي.
د خبر پر بنسټ د دغو غوښتنو په اړه له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي اداره ژمنه وکړه، چې په همغږۍ کې به لازم اقدامات وکړي.
د ماین پاکۍ بهیر د افغانانو د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام بلل کیږي، چې د هېواد د امنیت او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/