کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست نیمروز ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د بهرنیو مرستو په بندېدو سره په ټول هېواد کې د څه باندې اووه نیم زرو پروژو چارې نیمګړې پاتې دي.
د هغه په خبره د یادو پروژو چارې د تېر حکومت پرمهال پيل شوې وې او بودیجه یې هم د بهرنیو هېوادونو له لوري ورکول کېده.
د نوموړي په وینا د دغو پروژو د چارو د پيل لپاره زیاتې بودیجې ته اړتیا ده.
د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست زیاته کړې، چې دا مهال په ټول هېواد کې د پرمختیايي پروژو چارې د کورنۍ بودیجې پر مټ روانې دي او په خبره یې دوی هڅه کوي چې ورته لا نور پرمختګ ورکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/