معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې صنعتکارانو ته د ځمکو وېش پیلیږي

هېواد کې صنعتکارانو ته د ځمکو وېش پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ويلي، چې ډېر ژر به د هېواد صنعتکارانو ته ځمکې ووېشل شي.
د دې خونې چارواکي زیاتوي، چې هېواد کې د ځان بسیاینې یوازینۍ لار د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د صنعتکارانو لپاره د لازیاتو اسانتیاوو برابرول دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶ صنعتي پارکونه فعالیت لري او په پام کې ده، چې په راتلونکي کې ۲۶ نور صنعتي پارکونه هم په ولایتونو کې جوړ شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان اوسمهال په ۱۳۳ توکو کې پر ځان بسیا دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس