معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

هېواد کې پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۶ مه نېټه):

روان ژمی په تنفسي ناروغیو ۲۸۶ زره کسان اخته شوي

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ژمي له پیل راهیسې څه باندې ۲ لکه ۸۶ زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

د خبر پر بنسټ یاد سازمان ویلي، چې د دغې ناروغۍ له امله ۶۶۸ کسانو ژوند هم بایللی دی.

 د دوی په وینا پر تنفسي ناروغیو د اخته کسانو له ډلې ۶۳ سلنې څخه ډېر ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او نږدې ۵۰ سلنه یې مېرمنې دي.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې دې وروستیو کې د تنفسي ناروغیو د ناروغانو شمېر ډېر شوی او په ۲۰۲۳ کال کې له دغه وزارت سره له دوه اعشاریه ۹ میلیون ډېر تنفسي ناروغان ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو هېواد کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل د هوا ککړتیا بللې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس