معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې ۶۶۸ لرغونې سیمې کشف او ثبت شوي

هېواد کې ۶۶۸ لرغونې سیمې کشف او ثبت شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۱ مه نېټه)

د کهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې هېواد کې څه باندې ۶۶۰ لرغونې سیمې کشف او ثبت شوې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست مسوولینو ویلي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، په تېرو درې کلونو کې توانېدلي، چې د خپل تخنیکي او مسلکي ډلو په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۶۸ لرغونې ساحې تشخیص او ثبت کړي.

د مسوولینو په خبره کابل او ولایتونو کې څه باندې ۵۶۰۰ تاریخي او لرغوني اثار د دغه وزارت د لرغون پېژندنې له ریاست سره ثبت دي.

د هېواد ګڼ لرغون پوهان او فرهنګپال د کشف شویو تاریخي او لرغونو اثارو او ځایونو پر ساتنې ټینګار کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس