معماری
خانه / ګهیځ نیوز / واحدالله نژند په اوکتاګون سازمان کې خپل بوسنیايي سیال ته ماتې ورکړه

واحدالله نژند په اوکتاګون سازمان کې خپل بوسنیايي سیال ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آزادو رزمي لوبو MMA افغان لوبغاړي واحدالله نژند په اوکتاګون سازمان کې خپل بوسنیايي سیال ته په لومړي رونډ یا پړاو کې ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې چې بېګا ناوخته د جرمني په اوبرهاوسن ښار کې ترسره شوه، له بېلابېلو هېوادونو څخه ۲۲ ورزشکارانو ګډون کړی و، خو له افغانستان څخه یوازې نژند حاضر و.

نژند خپل سیال مکس هانداناژیک ته په لومړي رونډ کې د سبمیشن په وسیله ماتې ورکړه.

هانداناژیک د نژند د ضربې په نتیجه کې د څو ثانیو لپاره بېسده شو او بیا ریفري نژند ګټونکی اعلان کړ.

نژند په دې بریا سره د خپل سپورتي ژوند لسمه بریا ثبت کړه.

نژند په داسې مهال دغه لوبه ګټي، چې افغان حکومت تېره اوونۍ په هېواد کې دغه لوبو باندې بندیز ولګاوه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس