معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۲ تنو واوښت

وردګو کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۲ تنو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګ ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت په مرکز مېدان ښار، جلرېز، نرخ، سېداباد، جغتو او چک ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۲ تنو څخه لوړ شوی دی.
د راپور پر بنسټ لا هم لسګونه کسان نور نادرکه دي.
مسوولین وایي، په‌ دې سیمو کې سلګونه کورونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د دې سېلابونو له امله د مرکز مېدان‌ ښار او جلرېز ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د کابل – بامیان لویه لار هم تړل شوې، چې د خلاصولو په موخه یې هڅې پیل شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس