معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وردګو کې د څه باندې ۴۳ میلیونه افغانو په ارزښت د ١٨ پروژو چارې پیل شوې

وردګو کې د څه باندې ۴۳ میلیونه افغانو په ارزښت د ١٨ پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونیسف ادارې په مالي لګښت په مرکز مېدان ښار، نرخ، جلریز، سېدآباد، چک او جغتو ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو په برخه کې د ١٨ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ په یادو پروژو کې د ١٠ نیمګړیو پروژو ترمیمات او د پاتې ۸ پروژو په اساسي بڼه رغول شامل دي، چې د یادو دوو ادارو د انجنيري خدمتونو برخو تر بشپړ تخنیکي نظارت لاندې په شاوخوا څلور میاشتو کې رغول کیږي، چې په پایله کې به یې ۳ زره ۱۱۱ کورنیو، د دوو ښوونځيو ۱ زر ۳۰ زده کوونکو، د يوه روغتيايي مرکز ۲۴۲ کارکوونکو او مراجعینو ته پاکې او صحي اوبه برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو د پلې کولو پر مهال به د سیمې لسګونه تنو فني او غیر فني کاریګرو ته ۳۵زره ۴۸۷ کاري ورځې هم رامنځته شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس