معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وروسته له ۱۲ کالو د پلخمري نساجۍ فابریکې د بیارغونې او ترمیم چارې پيل شوې

وروسته له ۱۲ کالو د پلخمري نساجۍ فابریکې د بیارغونې او ترمیم چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د نساجیو ریاست مسوولینو ويلي، چې د پلخمري نساجۍ فابریکې د بیارغونې او ترمیم چارې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د بهرنیو انجینرانو او د یادې دستګاه د فني کارکوونکو له لوري پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، د افغانستان د نساجیو عمومي رییس بغلان ته د سفر او د یادې دستګاه د بیارغونې چارو د پیل په مراسمو کې وویل، چې څلوېښت کلنې جګړې او د ترمیم په برخه کې بې غوري د دې لامل شوې وه، چې د یادې فابریکې ماشینونه له کاره لوېدلي او په اوسپنې بدل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادې فابریکې په بیارغونې او ترمیم سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینې د برابرېدو ترڅنګ د البسې په برخه کې د یو شمېر دولتي ادارو اړتیاوې پوره شي.
په ورته وخت کې د پلخمري نساجۍ فابریکې فني مرستیال وايي، چې د یادې فابریکې د بیارغونې چارو په پیل کېدو سره به دمګړۍ شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د بیارغونې چارې به يې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس