معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو پر افسرانو برید کې اته تنه ټپیان شوي

وزیرستان کې د پاکستاني پولیسو پر افسرانو برید کې اته تنه ټپیان شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
پاکستاني رسنیو د ځایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې تېره ورځ شمالي وزیرستان کې لومړی نامعلومو وسلوالو د یو پولیس افسر پر کور برید کړی او هغه یې ټپي کړی.
دغو چارواکو رسنیو ته زیاته کړې، چې روغتون ته د نوموړي پولیس په انتقال کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې په کې اووه تنه نور پوليس افسران ټپیان شوي دي.
چارواکو رسنیو ته د ټپي افسرانو د روغتیایي حالت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دې وروستیو کې پر پاکستاني پولیسو او پوځیانو بریدونو زور موندلی چې له امله یې دوی ته وخت نا وخت مرګ_ژوبله اوړي.
د دغې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نۀ دی منلی، خو په تېر کې دا ډول ډېری بریدونه د تحریک طالبان پاکستان د غړو له لوري ترسره شوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس