کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکي کمپنۍ له استازي سره کتلي دي.
د راپور پر بنسټ په دې کتنه کې د ترکي کمپنۍ استازي د افغانستان دننه د خامو نفتو د تصفیې په برخه کې خپله علاقمندي ښودلې او ويلي يې دي، چې د افغانستان د نفتو په برخه کې د پانګونې ترڅنګ د هېواد دننه په سټنډرډ او معیاري توګه د نفتو د تصفیې فابريکه جوړوي.
په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو، اسانتیاوو رامنځته کولو او د هېواد دننه د خامو نفتو د کارخونې جوړولو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/