معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټام وېسټ د نجونو د تحصیل په اړه د افغان حکومت وروستۍ پرېکړه نه جبرانېدونکې بللې:

ټام وېسټ د نجونو د تحصیل په اړه د افغان حکومت وروستۍ پرېکړه نه جبرانېدونکې بللې:

کابل- گهيځ نيوز:(شنبه د جدي ۳مه ۱۴۰۱)
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر خپلې ټویټر پاڼې د نجونو تحصیل د بندېز په اړه ویلي چې دا یوه زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړه ده.
وېسټ زیاته کړې، له لوړو زده کړو د نجونو د مخنیوي د یوې زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړې په مخالفت کې ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده. هغه وړاندې ویلي، محصلین له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، هغه که د استادانو استعفاوې، لاریونونه او یا نورو مخالفتونو په شکل کې دي.
د افغانستان د سرپرست حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اسلامي سازمان په ګډون ګڼ شمېر نړیوالو ادراو او لسګونو هېوادونو غندلې ده.
د افغانستان لوړو زده‌ کړو وزارت په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډولې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس