معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټاکل شوې چې د تورخم دروازه سبا د هر ډول تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شي

ټاکل شوې چې د تورخم دروازه سبا د هر ډول تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فرضي کرښې دواړه لوري سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې پرانیستلو په تړاو  هوکړې ته رسېدلي.

د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې او ګډې جرګې غړي عزیز الرحمن ویلي، د لارې پرانیستلو په اړه دواړو لورو هوکړه کړې او ټاکل شوې نن ماښام د تورخم دواړه لوري د لارې پرانیستلو په اړه د ترتیباتو نیولو لپاره د همغږۍ غونډه وکړي.

ټاکل شوې چې د تورخم دروازه سبا د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.

دغه لار له نږدې یوې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان لخوا د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړل شوې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس