کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټایلنډي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو نهه افغان کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه توګه مالیزیا ته واوړي، نیولي دي.
د راپور پربنسټ دا کسان د ټایلنډ په سویلي ښار کې نیول شوي دي.
په راپور کې دغه راز راغلي، دوه ټایلنډي موټروانان چې مالیزیا ته یې د دغو کسانو د لېږد مسوولیت لره، هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ له کبله ډېری افغانان بېلابېلو هېوادونو ته په ناقانونه لارو تللو ته اړ شوي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/