معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاسپورټ ریاست هره ورځ تر ۷ زرو پورې پاسپورټونه ویشي

پاسپورټ ریاست هره ورځ تر ۷ زرو پورې پاسپورټونه ویشي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي، چې دغه ریاست کې یې د فساد کچه صفر ته رسولې ده.

دغې ریاست زیاته کړې، هېچا ته به اجازه ورنه‌ کړي، چې د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې فساد وکړي.

یاد ریاست همدارنګه ډاډ ورکړی، چې د پاسپورټونو د ترلاسه کېدو برخه کې ښې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د پاسپورټونو د عمومي ریاست په خبره دا مهال د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او هره ورځ ۷ زره پاسپورټونه ویشل کیږي.

په ورته وخت کې د پاسپورټ ځينې غوښتونکي د پاسپورټ په ترلاسه کولو کې له رامنځته شویو اسانتیاوو خوښ دي، خو ټینګار کوي چې د پاسپورټ په اخیستو کې باید لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

د پاسپورټ ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ د پاسپورټ د وېش په مرکزونو کې د ښځو او نارینو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې او د نویو مرکزونو په جوړېدو سره د پاسپورټونو د وېش بهیر چټک شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس