معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاپوا نیوګیني کې د ځمک ښویېدنې له امله ۲ زره کسان تر ځمکې لاندې شوي

پاپوا نیوګیني کې د ځمک ښویېدنې له امله ۲ زره کسان تر ځمکې لاندې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، چې په پاپوانیو ګیني کې د یوې لویې ځمک ښویېدنې له امله ۲ زره کسان تر ځمکې لاندې شوي.

دوی ویلي، چې تر خټو لاندې ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې هڅې هم د پام وړ خطرونو او ننګونو سره مخ دي.

په ورته مهال کې د آرام سمندر په ټاپو وزمه کې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د دفتر مشر سیرهان اکتوپراک ویلي، ژغورونکي ډلې د خراب موسم شرایطو او د ځمکې ښویېدنې له خطر سره مبارزه کوي.

د دوی په خبره که چېرې په نږدې راتلونکي کې سیمه باندې نور بارانونه وشي، نو دا به د بې ساري ناورین لامل شي.

د پاپوا نیو ګیني(PNG) ملي ناورین مرکز هم تایید کړې، چې د ځمکې ښویېدنې له امله ۲ زرو څخه زیات کسان تر ځمکه لاندې شوي دي.

پاپوانیو ګیني جزیره د اوقیانوسیې لویې وچې اړوند یو هېواد دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس