کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۸ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته له خېبره ځایي سرچینو ویلي، چې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیانو تېره شپه د پښتنو په جرګه ځای باندې برید کړی او دغه میدان کې یې وران کړی دی.
د سرچینې په حواله پوځیانو په خپلو سترو وسایلو میدان کې لوی – لوی کندې وېستلي او د دې احتمال شته چې ټول خېبر کې ګرځبندیز اعلان کړي.
د ځایي سرچینو په خبره پر میدان د پاکستاني ځواکونو پرلپسې ډزې هم روانې دي.
بل لور د پاکستاني ځواکونو دې برید ته غبرګون کې منظور پښتین یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې جرګه به کوي او د هېچا فشار نه مني.
ولسي سرچینو ویلي، چې تر دغې پېښې وروسته جوماتونو کې ملا امامانو اعلانونه کړي او له خلکو یې غوښتي، چې د پښتنو قامي جرګې د دفاع لپاره راووځي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/