کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې مېشت افغان کډوالو ويلي، چې د دوی د کورونو د تالاشۍ او نیونې لړۍ روانه ده.
د خبر پر بنسټ د تېرې جمعې ورځې په ترڅ کې پولیسو په B17 سیمه کې لسګونه افغان کډوال یی نیولي دي.
د افغان کډوالو شورا په وینا، شاوخوا ۷۰ کډوال تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته په جبري ډول شړل شوي دي.
د کډوالو په وینا، ډېری نور نیول شوي کسان چې په حاجي کمپ کې ساتل کیږي، شمېر یې له ۲۰۰ پورته دی.
ځینې نیول شوي کډوال، چې ویزې یې پای ته رسېدلي، یا د ختمېدو په حال کې وي، له خپلو کورنیو څخه بېلتون ته اړ شوي دي.
د پاکستان حکومت د جنورۍ لومړۍ نېټه د اسنادو د وړاندې کولو وروستۍ نېټه ټاکلې وه.
په عین حال کې د شارپ ټوکن لرونکي کډوال وايي، د NOC سند ترلاسه کول ورته ناممکن ګرځېدلي.
یاده دې وي، چې د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د پاکستان حکومت بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییز اخراج لړۍ پیل کړې، چې تر اوسه یې لکونه کډوال اغېزمن کړي او ژوند یې ورته تریخ کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/