معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستاني پولیسو یو وار بیا په تازه اقدام کې ۷۲ تنه افغان کډوال نیولي

پاکستاني پولیسو یو وار بیا په تازه اقدام کې ۷۲ تنه افغان کډوال نیولي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پاکستان کې د دغه هېواد پوليس اسلام‌ آباد کې د افغان کډوالو پر يوه مېشت ځای ورغلي او ۷۲ تنه يې ترې نيولي دي.
د راپور پر بنسټ د اسلام‌آباد پوليسو رسنیو سره خبرو کې ويلي، چې دغه کسانو لازم اسناد نه لرل، نو ځکه يې پرېکړه وکړه، چې دوی زندان ته ولېږدوي.
د راپورونه له مخې، نیول شوي کسان ټول هغه کډوال دي، چې له دوو کلونو راهيسې د امريکا په څېر هېوادونو ويزو ته په تمه دي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې افغان کډوالو سره د پوليسو له‌ خوا ناوړه چلند کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم د ورته ناوړه چلند د ترسره کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس