معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستاني ځواکونو د افغان کډوالو پر کورونو چاپې زیاتې کړي

پاکستاني ځواکونو د افغان کډوالو پر کورونو چاپې زیاتې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو پر کورونو د چاپې اچولو پېښې زیاتې شوې دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، په سند ایالت کې د دغو چاپو پر مهال افغان ښځې او ماشومان هم نیول کیږي.
په سند ایالت کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ویلي، دا ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده.
د پاکستان په کراچۍ کې د بشري حقونو مدافعانو ویلي، چې دوی د کډوالو لپاره د توقیف جوړو شویو مرکزونو ته نږدې اړولي، چې د افغان کډوالو مرسته وکړي، خو پولیسو د دوی مخه نیسي او دغو مرکزونو ته یې نه پرېږدي.
منیزې کاکړ ویلي، په ځینو مواردو کې هغه ماشومان هم نیول شوي، چې په پاکستان کې زېږېدلي، خو د هویت کوم سند نه لري او دغه ماشومان له میندو او پلرونو بېل کړای شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس