کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د یوناما د راپور له مخې پاکستاني ځواکونو افغان خاوره کې لسګونه ملکي وګړي وژلي، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.
خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې زیاته کړې، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د وینې تویولو امر کوي، تېر نومبر میاشت یې هم په اسلام آباد کې د سوله ییزو لاریون کوونکو د وژلو امر کړی و.
هغه ویلي، د بې ګناه ملکي وګړو وژنه د اسلامي اصولو خلاف ده او د پاکستان دا کړنې خپله د پاکستان او سیمې لپاره خطرناکې او ویجاړونکې دي، چې باید پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي.
څو ورځې وړاندې پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د بمبار له امله ۵۰ څخه ډېر کسان ووژل او شپږ تنه نور یې ټپیان کړل.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page: