معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستاني چارواکو پېښور کې د وروستي برید په تړوا ۲۳ شکمن کسان نیولي

پاکستاني چارواکو پېښور کې د وروستي برید په تړوا ۲۳ شکمن کسان نیولي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
د فرانسې خبري آژانس د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې د پېښور پولیسو د مرکز په جومات کې د شوې چاودنې په تړاو ۲۳ شکمن کسان نیولي دي.
دغې آژانس ته د پولیسو یو ځایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دوی په دې اړه څېړنې هم پیل کړي چې ایا چا د پولیسو د مرکز له منځه د برید له ترسره کېدو سره همکاري کړې که نه؟
تېره دوشنبه د پيښور په شمال لودیځ کې د پولیسو یو ډیر حساس مرکز کې خونړۍ چاودنه وشوه، چې په کې پولیسو ته درنه مرګ_ژوبله واوښته.
دغه برید کې د ۱۰۱ کسانو د وژنې او د ۲۲۵ نورو کسانو د ژوبلې خبرونه خپاره شول.
که څه هم ځایي چارواکو دا یو ځانمرګی برید بللی، خو د چارو څارونکي شکمن دي چې ښایي دا د پاکستاني حکومت له لوري کومه سازشي چاودنه وي، ځکه د دوی په وینا هېڅ بم او ځانمرګی په دومره کچه تلفات نشي رامنځته کولی.
هېره دې نه وي چې پاکستاني طالبانو هم دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس