معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / پاکستان او د لیرې وېشتونکو وسلو جوړولو هڅې!!

پاکستان او د لیرې وېشتونکو وسلو جوړولو هڅې!!

وروسته تر دې چې د امریکا د حکومت له اړخه د پاکستان پر څلورو هغه شرکتونو بندیز ولګید چې د دغه هېواد لپاره یې د لیرې واټن ویشتونکي راکټ پر جوړولو کار کولو، د اسلام آباد د ملکي او پوځي چارواکو نارې سورې پورته شوې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت امریکا دا پرېکړه د رسنیو په قول بدمرغه او پر تعصب ولاړه ګڼلې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د روان زېږدیز کال ډیسمبر پر ۱۹ مه پر خپله وېبپاڼه په یوه خپاره کړي بيان کې ادعا کړې ده چې د پاکستان ستراتیژیکې وړتیاوې یوازې د خپل حاکمیت څخه د دفاع او په ټوله کې په جنوبي آسیا کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره دي، خو تر دې یوه ورځ وړاندې امريکا د ډیسمبر په ۱۸ مه ویلي و چې دوی پر پاکستان د لیرې واټن بالسټیک توغندیو د پروګرام له کبله نوي بندیزونه لګوي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند “متیو میلر” په خپله یوه وینا کې وویل چې دا بنديزونه د يوه اجرايي امر له مخې د پاکستان د ملي پرمختیا پر ادارې او دريو خصوصي شرکتونو لګول شوي دي او هدف يې هم د نوموړي په خبره د ډله يیزې ویجاړۍ د وسلو د پراخولو او د هغوی د وسلو مخنيوی دی.

د دې بنديزونو په نتيجه کې به په امريکا کې له دغو ادارو او شرکتونو سره تړاو لرونکي ملکيتونه کنګل کېږي او په عين حال کې امریکایان له دوی سره له سوداګرۍ راګرځول کېږي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې په اسلام آباد کې مېشت د پاکستان د ملي پرمختيا اداره د دغه هېواد د لیرې واټن بالسټیک توغندیو پروګرام او د توغندیو د آزموینې د تجهیزاتو لپاره د پرزو ترلاسه کولو په لټه کې ده.

اوس که ځېر شو د اسلام آباد له خوا د اټومي سرګلولو د لېږد له توان سره د داسې لیرې واټن ویشتونکو توغندیو جوړول چې آن امریکا هم په نښه کولای شي او هغه هم پداسې ترینګلو حالاتو کې چې امریکا د اسراییلی یرغلګرو له اړخه پر مظلومو او تش لاسو فلسطینیانو د هر ډول ظلم او تیري ملاتړ کړی او دا ملاتړ یې تل د واشنګتن سره کرښه ګڼلې ده، خوا مخوا امریکا ته اندېښنې را ولاړولای شي او د همدې اندېښنو پایله ده چې بالآخره دا ډول بندیزونه رامنځ ته شول او امریکا د آسیا په لویه وچه کې پر خپل تر ټولو نازولي خدمتګار ملک پاکستان هم دې ډول بندیزونو لګولو ته اړ شوه.

دا لومړی ځل هم ندی چې واشنګتن پر پاکستان دا ډول بندیز لګولی دی، تر دې وړاندې هم امریکا د اسلام آباد په ګډون ځیني هېوادونه په خپلو بندیزونو تهدید کړي‎‎، امریکا د روان زېږدیز کال ۲۰۲۴ په اپرېل مياشت کې د چین پر درېیو او د بېلاروس پر یوه شرکت د پاکستان کروز توغنديو ته د ځينو وسایلو، تجهیزاتو او آسانتیاوو د برابرولو په تور بندیزونه لګولي وو، همدارنګه وروسته بیا امریکا په اکتوبر مياشت کې د پاکستان ۱۶ ادارې او شرکتونه هم د دغه هېواد د وسلو او ډرون جوړولو له پروګرامونو سره د مرستې په تور د سوداګرۍ په تور لیست کې شامل کړي وو.

اوس دې ټولو ته په کتو او بیا امریکا ته د اسلام آباد د ملکي او پوځي چارواکو د خوش خدمتۍ په ارزولو سره پوښتنه دا پیدا کېږي چې ولې واشنګتن د پاکستاني چارواکو دا دومره خدمت او غلامي په پام کې نه نیسي او د دوی له خوا د وضعه کړای شویو حدودو څخه د وړې سرغړونې په بدل کې هم هغوی ته د توبیخ او تنبیه دا ډول وړې او لویې جزاګانې ورکوي؟

جوته خبره ده چې امریکا پر هېڅ مسلمان ملک دا اعتبار نشي کولای چې ورته د اټومې وسلې د پراختیا یا حتی محض درلودو اجازه هم ورکړي، د اسلام آباد په اړه خو یې ښه بهانه هم جوړه ده چې د دغه ځای کاواکه او د خپلو خلکو له پراخ سیاسي او پوځي مخالفت سره مخ حکومت او تر مرۍ پورې په فساد کې ککړ پوځ، نشي کولای حتی د دغه هېواد له ارضي بشپړتیا څخه په سمه دفاع وکړي، ځکه نو له داسې یوه ملک سره د اټومي وسلې او تجهیزاتو پاتې کېدل امریکا ته یو ګواښ ګڼل کېږي، ځکه نو له بېلابېلو لارو هڅه کوي د اسلام آباد د دې ډول کوښښونو مخه ونیسي.

بل اړخ ته که د امریکا پر اندېښنو او لګول شویو بندیزونو سترګې هم پټې کړو، په خوارځواکۍ اخته د پاکستان حکومت او له هرې خوا په پورونو کې ډوب د دې هېواد چارواکي باید د اټومي وسلې تر پراختیا وړاندې هڅه وکړي د خپل هېواد او ولس د فقر او بې وزلۍ ستونزې حل کړي، په خپل هېواد کې روانه سیاسي او پوځي جګړه پای ته ورسوي بیا د اټومي وسلو د پرمختګ او پراختیا لپاره لاس را بډ وهي. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس