کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ۲۳ ورځو په تېرېدو سره لا هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړلې ده.
د خبر پر بنسټ پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی، چې تورخم لاره به تر هغې خلاصه نه کړي، څو چې افغانستان پر دغه پوله د تاسیساتو جوړل ونه دروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه اعلامیې کې ویلي، د لارې د تړلو علت د افغانستان له لوري د امنیتي تاسیساتو جوړولو هڅې دي، چې له ۲۳ ورځو راهیسې یې تورخم تړلی دی.
پاکستان ادعا کوي، چې د تورخم د پرانیستلو پلوي دي، خو په وینا یې د افغانستان خاوره کې د تاسیساتو جوړولو ته اجازه نه ورکوي.
دوی ادعا کړې، چې دا ډول هڅې مخکې هم شوي او پاکستان څو ځله په دې اړه افغان لوري ته خبرداری ورکړی.
بل لور د اسلامي امارت چارواکي ټینګار کوي، چې تاسیسات د افغانستان دننه جوړیږي او د خپلې خاورې د امنیت لپاره دا اقدامات د افغانستان حق دی.
د تورخم لارې بندښت دواړو خواوو ته درانه اقتصادي زیانونه اړولي، زرګونه سوداګریزې لارۍ بندې پاتي او افغان ـ پاکستاني سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی.
سیمهییز خلک او سوداګر دواړه له دواړو حکومتونو غواړي، چې ژر تر ژره د ستونزې سولهییز حل پیدا کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او تګ – راتګ بېرته عادي شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/