معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان سره پر پوله درې ایراني سرتېري وژل شوي

پاکستان سره پر پوله درې ایراني سرتېري وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران اېرنا خبري آژانس د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان پر پوله یې درې پوله‌ ساتي وژل شوي دي.

د خبر پر بنسټ، د سیستان او بلوچستان ولایت څارنوال مهدي شمس ابادي ویلي، پرون مازیګر دغه سرتیري په‌ داسي حال کې ووژل شول، چې د وسلوالو د سپرلۍ موټر د تېلو په یوه ټانک کې تر درېدو وروسته پر دوی برید وکړ.

دغه برید چې د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه په میرجاوه کې شوی، مسوولیت یې جېش العدل ډلې پر غاړه اخیستی.

جېش العدل ډلې په ځلونو پر ایراني ځواکونو د بریدونو مسوولیت پر خپله غاړه اخیستی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس