معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان له افغانستانه پر ورادېدونکو پیازو او رومیانو مالیه نه اخلي

پاکستان له افغانستانه پر ورادېدونکو پیازو او رومیانو مالیه نه اخلي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/اسد ۱۰مه او د سپټمبر لومړۍ نېټه ده) د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې تر راتلونکو درېیو مياشتو پورې له افغانستان او ایرانه پر واردېدونکو پیازو او رومي بانجانو ماليه نه اخلي.
د دې پرېکړې موخه پاکستان کې د پیازو او رومیانو د کمښت پوره کول ښودل شوي.
پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله کرنيزو حاصلاتو او کروندو ته سخت زيان اوښتى.
د راپورونو له مخې؛ په دغه هېواد کې د سیلاب له راوتلو وروسته د پیازو بیه پنځه برابره لوړه شوې ده.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اقتصادي کارپوهان وايي، چې په هېواد کې لا هم اړتیا شته. دوی لومړی د کورنۍ اړاتیا پر مشبوع کېدو ټینګار کوي.
کارپوهان وايي، چې بهر ته د پیازو د صادرېدو پر ځای غوره ده، چې په سړو خونو کې سټور شي او د ژمي په موسم کې بازار ته ارزه شي.
دوی استدلال کوي، چې د ژمي په را رسېدو سره بېرته پاکستان پر مونږ خپل پیاز په څلور چنده بیه پلوري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس