ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۱۰مه او د سپټمبر لومړۍ نېټه ده) د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې له افغانستان او ایرانه پر واردېدونکو پیازو او رومی بانجانو مالیه نه اخلی.
د دې پرېکړې موخه پاکستان کې د پیازو او رومیانو د کمښت پوره کول ښودل شوی.
پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله کرنیزو حاصلاتو او کروندو ته سخت زیان اوښتى.
د راپورونو له مخې؛ په دغه هېواد کې د سیلاب له راوتلو وروسته د پیازو بیه پنځه برابره لوړه شوې ده.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو اقتصادی کارپوهان وایی، چې په هېواد کې لا هم اړتیا شته. دوی لومړی د کورنۍ اړاتیا پر مشبوع کېدو ټینګار کوی.
کارپوهان وایی، چې بهر ته د پیازو د صادرېدو پر ځای غوره ده، چې په سړو خونو کې سټور شی او د ژمی په موسم کې بازار ته ارزه شی.
دوی استدلال کوی، چې د ژمی په را رسېدو سره بېرته پاکستان پر مونږ خپل پیاز په څلور چنده بیه پلوری.
گهیځ