معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / پاکستان له کوچني اختر وروسته د افغان کډوالو د وېستلو دوهمه لړۍ پيلوي

پاکستان له کوچني اختر وروسته د افغان کډوالو د وېستلو دوهمه لړۍ پيلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو ځایي چارواکو له قوله ویلي، چې دغه هېواد به له اختر وروسته د افغان کډوالو د وېستنې دوهمه لړۍ پیل کړي.

د خبر پر بنسټ، پاکستان څخه د افغان کډوالو د وېستلو په دوهم پړاو کې به ۶۶ زره هغه کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ پرې د کډوالۍ ځانګړي کارتونه وېشلي وو، خو اوس د پاکستان حکومت د نوې پرېکړې له مخې دا کارتونه باطل ګڼل کېږي.

دا کارتونه پر هغو کډوالو وېشل شوي وو چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې په مرسته بایومټریک شوي او د دوی د اوسېدو ځایونه د پاکستاني پولیسو سره ثبت شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا دغو کډوالو ته خبر ورکړل شوی، چې تر اختر مخکې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د نادرا ادارې مسؤولینو ویلي، د کډوالو د وېستلو په درېیم پړاو کې به هغه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي، چې په ۲۰۰۶ کال کې شناخت کارتونه پرې وېشل شوي وو او د هغوی شمېر یو اشاریه څلور میلیونه تنو ته رسېږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس