معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې اسناد لرونکي افغان کډوال هم له ستونزو سره مخ دي

پاکستان کې اسناد لرونکي افغان کډوال هم له ستونزو سره مخ دي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي، چې د بې اسناده افغان کډوالو د شړلو ترڅنګ په پاکستان کې اوس اسناد لرونکي افغان کډوال هم له فشار او ستونزو سره مخ دي.
دغې ادارې ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کډوال چې له دغې ادارې سره ثبت دي او اسناد هم لري، د پاکستان حکومت لخوا ځورول کیږي او له سختۍ سره مخ شوي دي.
دا اداره زياتوي، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د وروستیو اقداماتو له امله د اغېزمنو کورنیو او ماشومانو خونديتوب او روغتیا ته هم اندېښمن دي.
يادې ادارې د پاکستان له حکومته یو وار بیا غوښتي چې کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشت بې اسنادو کډوالو ته تر یو میاشت ضرب الاجل وروسته د زرګونه افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پیل کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس