معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پاکستان کې د اورښتونو له امله د مړو شمېر ۳۲۰ کسانو ته ورسېد

پاکستان کې د اورښتونو له امله د مړو شمېر ۳۲۰ کسانو ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د هغه هېواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له قوله ویلي، چې د جولای میاشتې راهیسې د موسمي بارانونو له امله په دغه هېواد کې ۳۲۰ کسان مړه شوي دي.

د دغه راپور له مخې یوازې په بلوچستان کې پرون سې شنبه د سختو بارانونو له امله پنځه تنه مړه شوي، خو د دغې صوبې د مسوولینو په خبره، په شویو موسمي بارانونو کې بیا تر دې دمه د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنو ژوند بایللی دی.

دغې ادارې همدارنګه پرون په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د سېلابونو راوتو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

د یادې ادارې د خبرداري له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د شړکنده بارانونو د اورېدو اټکل شوی دی.

پاکستان په زیاتېدونکې توګه د تودوخې څپې، وچکالۍ او سېلابونه له امله په پراخه کچه د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس