معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د ترينګلتیاوو دوام پر سیمه منفي اغېز کولی شي

پاکستان کې د ترينګلتیاوو دوام پر سیمه منفي اغېز کولی شي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ د ترينګلتيا په تړاو څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې یاد هېواد کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او دوام يې په سيمه منفي اغېز لرلای شي.

 نوموړي زیاته کړې، د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لاره مذاکره او تفاهم دی او وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار، مسلې لا پېچلې کوي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې دوی د پاکستان وضعیت له نږدې څاري او هیله لري، چې د پاکستان حکومت او تاثيرګذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس