معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د سېند آیالت له زندانه ۱۹۰ تنه نور افغان بندیان آزاد شوي

پاکستان کې د سېند آیالت له زندانه ۱۹۰ تنه نور افغان بندیان آزاد شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ويلي، د دغه هېواد سېند آیالت له زندانونو څخه تازه دمي ۱۹۰ نور افغان بندیان هم آزاد او د سرپرست افغان حکومت په لګښت باندې خپل هېواد ته ولېږل شول.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، تېره ورځ د دغه سفارت او په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ په هڅو ۱۹۰ افغان بنديان د سېند ایالت له زندانو ازاد او هېواد ته منتقل شول.
دوی په دغه ټویټ کې زیاته کړې، چې تر دې دمه ۱۸ سوه ۹۳ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو آزاد او د سفارت او قونسلګرۍ په لګښت هېواد ته لېږدول شوي دي.
پاکستان چې دې وروستیو کې یې افغان کډوالو سره بد چلند ته زور ورکړی و، په نړیواله کچه له نیوکو سره مخ شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس