کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د روغتيا ملي ادارې لوی لابراتوار د دوو نورو ماشومانو په وينه کې د پوليو ويروس تایید کړی دی.
له دې دوو نويو پېښو سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۳۹ ته رسېدلی، چې ۲۰ يې په بلوچستان ايالت، ۱۲ يې په سيند ايالت، پنځه يې په خېبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام آباد کې ثبت شوې ده.
دا مهال نړۍ کې افغانستان او پاکستان يوازيني دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغېزمن دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/